سوری شنونکي: په سوریه کې د ترهګرۍ ګواښ لا هم دوام لري

د سوریې د سیاسي چارو شنونکي محمد توتنجی، خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد په دننه کې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه لا هم دوام لري او دا تهدید نه یوازې د سوریې لپاره، بلکې د ټولې سیمې، په ځانګړي ډول د عراق د امنیت لپاره ډېر جدي دی.
توتنجي ویلي، چې ترهګرې ډلې لا هم د سوریې په ځینو برخو کې فعالې دي، او ځینې یې د محلي یا سیمهییزو امنیتي او سیاسي جوړښتونو له ملاتړه برخمنې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د سوریې او عراق ترمنځ امنیتي اړیکو دا سبب شوي، چې که یو هېواد کې بېثباتي رامنځته کېږي، نو مستقیم اغېز یې پر بل کېږي. د هغه په وینا، عراق تر ټولو ډېر د دې وضعیت دوام ته زیان لیدلی دی.
توتنجي زیات کړي چې نړیواله ټولنه باید د دغو ګواښونو د بیا پراخېدو د مخنیوي لپاره عملي او قاطع ګامونه واخلي او د چوپتیا سیاست ته د پای ټکی کېږدي.
تر دې وړاندې، د سوریې بل شنونکي، شوق ابراهیم، هم د ابو محمد جولاني اړوند ډلو پر ضد پراخو لاریونونو ته په غبرګون کې، دغه تحولونه د سوریې په ځینو سیمو کې د حاکمو جوړښتونو د کمزورۍ څرګندونه بللې وه.




