د طالبانو سفیر د مالیزیا اسلامي پوهنتون د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ

نقیبالله احمدي، چې د طالبانو له لوري د افغانستان د سفیر په توګه مالیزیا ته ټاکل شوی، د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون د ۴۱مې فراغت دورې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا مراسم د پاهنګ ایالت د شاهي کورنۍ غړو، بهرنیو هیوادونو استازو او ګڼ شمېر دیپلوماتانو په ګډون ترسره شوي دي.
په دې فراغت غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو محصلانو، په ځانګړې توګه یو شمېر افغان ځوانانو، چې د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې یې زدهکړې کړې وې، خپل رسمي فراغتلیکونه ترلاسه کړل.
په داسې حال کې د طالبانو چارواکي د نړیوالو علمي مراسمو ګډونوال وي، چې دغه ډله لا هم د افغانستان دننه د ولس بنسټیز حقوق، په تېره د نجونو د زدهکړې حق تر پښو لاندې کوي. د دغسې مراسمو ګډون، پرته له دې چې د دوی د کورنیو سرکوبګر سیاستونو ځواب ورکړل شي، د بهرني مشروعیت او علمي ارزښتونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.




