مهم خبرونهنړیوال

د امریکا او اوکراین د سولې لپاره تازه خبرې اترې ترسره شوې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له اوکراین سره‌یې د سولې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو لومړۍ نوې پړاو ترسره کړی دی.

په دې خبرو کې، د امریکا د سولې ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د سپینې ماڼۍ لوړپوړي مشاور جرد کوشنر د واشنګټن استازیتوب کاوه، او له بل لوري د اوکراین د امنیت او دفاع شورا مشر رستم عمروف او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال اندری هناتوف د موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لوریو د اوکراین د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د عملي او واقعي لارو چارو او د یوې اوږدمهالې هوکړې پر جوړښت خبرې کړې دي. ویل شوي، چې د دې ناستو پر مهال امریکایي استازو له روسیې سره د خپلو وروستیو خبرو مهم ټکي هم له اوکرایني پلاوي سره شریک کړي دي.

واشنګټن ټینګار کړی، چې د دغو مذاکراتو هدف د جګړې د پای ته رسولو لار موندل او د سیمې ثبات ته د رسېدو لپاره مهم ګامونه ارزول دي. ټاکل شوې، چې د دغو خبرو پایلې به د راتلونکو مرحلو د بنسټ په توګه وکارول شي.

که څه هم امریکا د اوکراین د کړکېچ د هواري لپاره د یوه جامع پلان د جوړولو خبرې کړي، خو ویل شوي، دا طرحه لا نه ده وروستۍ شوې او خپرېدل‌یې لا نورو ارزونو ته اړتیا لري. له بله اړخه، کرملین ویلي، چې مسکو د خبرو اترو له بهیره ملاتړ کوي او د الاسکا په انکورېج ښار کې د ترسره شویو خبرو جریان تعقیبوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د خپل هېواد د ملي امنیت شورا په وروستي غونډه کې یادونه کړې، چې د امریکا ابتکار ممکن د سولې وروستۍ هوکړې لپاره یوه اساسي بنسټ شي، که څه هم دا سند تر اوسه رسمي نه دی بحث شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button