د طالبانو د استازي او د قرغيزستان د بهرنيو چارو د وزارت د چارواکي لیدنه

مولوي عبدالشکور حقاني، چې په قرغیزستان کې د طالبانو د ادارې سرپرست (شارژدافیر) دی، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو څلورم مرستیال، میربیک باکیتوویچ، سره په پلازمېنه بشکک کې ولیدل.
د افغانستان سفارت په قرغیزستان کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي همکاریو پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحثونه کړي دي.
میربیک باکیتوویچ په دې ناسته کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي، او ټینګار یې وکړ چې د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول، په ځانګړې توګه د «کاسا-۱۰۰۰» د برېښنا لېږد پروژې پیل، د قرغیزستان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو اداره، سره له دې چې پر افغانستان یې واک تر لاسه کړی، لا هم د ډېریو نړیوالو هېوادونو، په ګډون د قرغیزستان، له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې. طالبان هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې مشروعیت ترلاسه کړي، خو لا هم د ښځو د وضعیت، بشري حقونو او بنسټیزو خدماتو د وړاندې کولو په اړه اندېښنې او پوښتنې موجودې دي.




