باتور دوستم تهران ته تللی دی

د اطلس خبري آژانس د ځانګړو معلوماتو له مخې، باتور دوستم، چې د مارشال عبدالرشید دوستم زوی او د افغانستان د نوي نسل د مشرانو له پېژندل شویو څېرو څخه دی، تازه ورځو کې ایران ته تللی او په تهران کې په یوه هوټل کې لیدل شوی دی.
سرچینه چې دغه معلومات یې اطلس ته ورکړي، وايي چې د نوموړي سفر شخصي بڼه لري، خو تر دې دمه د دغه سفر په اړه رسمي جزئیات یا څرګندونې نه دي خپرې شوې. همداراز، یوې ځانګړې انځورې چې ترلاسه شوې، په اسپیناس هوټل کې د هغه شتون تاییدوي.
د باتور دوستم د ایران سفر په داسې حال کې ترسره شوی چې په تېرو میاشتو کې تهران ته د ځینو افغانو مشرانو او ځوانو رهبرانو رفتوآمد ډېر شوی، چې دا لړۍ د سیمهییزو سیاسي معادلو پر ممکنو خوځښتونو او غیررسمي خبرو اترو تمرکز زیات کړی دی.
تر د دې راپور د خپرېدو پورې، نه د مارشال دوستم دفتر او نه هم د باتور دوستم نژدې کسانو د دغه سفر په اړه څه ویلي دي.




