روسيه اوکراين باندې پراخ بريدونه کړي دي

د روسيې د دفاع وزارت ويلي چې په تازه پوځي عملياتو کې يې د ګډو بريدونو له لارې په اوکراين کې بېلابېلې هدفې ودانۍ ويشتي دي. دغه بريدونه پوځي هوايي ډګرونه، د انرژۍ تاسيسات او له بېپيلوټه الوتکو سره اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
د روسيې دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه بريدونه د روسي ځواکونو د بېلابېلو محورونو پر لور د پرمختګ سره يوځای ترسره شوي، او يو شمېر اوکرايني ځواکونه هم هدف ګرځېدلي. د روسيې د ادعا له مخې، په دغو بريدونو کې شاوخوا ۲۱۰ اوکرايني سرتېري وژل شوي يا ژوبل شوي دي.
د روسيې د تور سمندر ناوګان هم د دې سمندر په شمال لويديز برخه کې څلور اوکرايني بېپيلوټه کښتیان ويجاړ کړي دي. همداراز، د «جنوب» په نوم د يوې سيمې پورې اړوند ځواکونو ادعا کړې چې د ځمکنيو عملياتو پر مهال يې ۱۵۰ نور اوکرايني سرتېري وژلي يا ټپيان کړي دي.
دغه راز، د روسيې دفاع وزارت د ۱۹۵ اوکرايني بېپيلوټه الوتکو د ويشتلو خبر هم ورکړی؛ دا چار د جګړې شدت او په دې جګړه کې د بېپيلوټه ټيکنالوژۍ د دوام لرونکي کارونې ښکارندويي کوي.
سره له دې چې د روسيې له خوا پر اوکراين د نظامي تېري پيل نژدې درې کاله تېر شوي، جګړه لاهم د دغه هېواد په ګڼو سيمو کې روانه ده، او د درنو وسلو بېرویه کارونه ملکي زېربناوې له جدي خطر سره مخ کې کړي دي. د طالبانو اداره بيا د دغو بريدونو په وړاندې چوپه پاتې ده، چې دا چاره يو ځل بيا د دغې ادارې د بهرنۍ پاليسۍ چوکاټ او د بشري حقونو د ملاتړ په اړه پوښتنې راولاړوي.




