د اسرای فلسطینیانو د خراب وضعیت راپور؛ د اسراییلو زندانونه له ګڼهگوڼې او تاوتریخوالي ډک دي

د امریکا والاستریت ژورنال ورځپاڼې د اسراییلي عامه مدافع دفتر له یوه راپور څخه په نقل ویلي، چې د اسراییلو زندانونه د فلسطینی بندیانو له بېساري گڼهگوڼې سره مخ دي او د هغوی وضعیت ډېر خراب دی.
په دې رسمي راپور کې راغلي، چې ډېری فلسطینی بنديان په داسې خونو کې ساتل کېږي چې حتا د انسانيت تر ټولو کم معیارونه هم نه لري او شپه پر مځکه تېروي. تنګ ځای، د بسترو نشتوالی او غیربهداشتی شرایط د هغو جدي ستونزو له جملې څخه دي چې بندیان ورسره مخ دي.
راپور دا هم ویلي چې د زندان ساتونکیو له خوا پر فلسطینی بندیانو فزیکي بریدونه ثبت شوي، چې نه یوازې د دوی ژوند ته خطر پېښوي، بلکې دا د زندانونو د موجود سرکوبهوې سیسټم یوه نښه ده.
همداراز، راپور زیاتوي چې د زندانونو د خوړو کیفیت به ډېرو اندېښمنوونکي حد ته راټیټ شوی او روغتیایي خدماتو ته لاسرسي هم خورا محدود دی. د روغتیایي اسانتیاوو کمښت، مناسبه درملنه نهشتوالی او د زندانیانو د روغتیاي وضعیت پر وړاندې منظمې بېپامي د پوستکي د ناروغیو او سؤتغذیې لامل شوې ده.
دغه وضعیت چې د اسراییلي رژیم له یوه رسمي بنسټه افشا شوی، د بشري حقوقو بنسټونه سخت اندېښمن کړي او د اسراییلو زندانونو کې د انسانانو د حقوقو له جدي نقض سره یې د دوی اندېښنې دوه برابره کړې دي.




