روغتيامهم خبرونه

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام: په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو کمښت د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یون‌هابیتات) په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې د معیاري روغتیایي مرکزونو کمښت د میندې، نویو زیږدلیو ماشومانو او ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کړی او د داسې مرګونو لامل ګرځي چې مخنیوی یې امکان لري.

یاد سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، نه‌شتون او یا کم لاسرسی لومړنیو صحي خدماتو ته، په افغانستان کې د عامې روغتیا لپاره یوه جدي ننګونه ده. دغه سازمان ټينګار کړی چې د معیاري درملنه‌ایزو مرکزونو برابرول کولای شي د زرګونو هغو کسانو ژوند وژغوري چې بېړنیو طبي خدماتو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د کورنیو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ هڅه کوي چې په ځینو سیمو کې روغتیایي زېربناوې تقویه کړي. د دې پاملرنې هدف دا ښودل شوی چې حامله میندې، نوی زیږیدلي ماشومان او نور ناروغان ژغورونکو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

که څه هم له دې څخه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي تر دوو کلونو ډېر وخت تېر شوی، خو په ډېری ولایتونو کې د روغتیا وضعیت خراب شوی دی. دغه سکتور له کمو منابعو، مسلکي کارکوونکو او مناسبې زېربناوو سره مخ دی. څارونکي وايي چې د طالبانو اداره نه ده توانېدلې چې د خلکو د ژغورنې لپاره په روغتیایي برخه کې اغېزمنه تګلاره وړاندې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button