د طالبانو استازي د اذربايجان د عدليې له مرستيال سره د افغان بنديانو پر وضعيت خبرې کړې

د طالبانو د ادارې استازی ډاکټر محمد فیصل په باکو کې د اذربايجان د عدليې وزارت له مرستيال او د زندانونو ادارې له رئيس ميرصالح سيدوف سره د افغان بنديانو د وضعيت په اړه ليده کاته کړي دي.
د طالبانو د سفارت له لوري خپره شوې اعلاميه وايي، په دې غونډه کې دواړو لوريو په اذربايجان کې د افغان بنديانو پر حقوقي وضعيت خبرې کړې دي. د دغو خبرو هدف د بنديانو د حقوقي حالت ښه والی او د هغوی ستونزو ته رسېدنه بلل شوې ده.
د اذربايجان چارواکي د بنديانو په اړه خپله همکاري څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د دغه هېواد حکومت چمتو دی ترڅو د افغانستاني زندانيانو د ستونزو د حل او د هغوی د حقونو د تأمين لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
دا لېدل کتل په داسې حال کې تر سره کېږي چې د طالبانو اداره پخپله د بشري حقونو او د بنديانو د حقونو په برخه کې له پراخو نيوکو سره مخ ده، خو له نورو هېوادونو د حقوقي اصولو د مراعتولو تمه لري. د بشري حقونو سازمانونو پخوا هم د طالبانو د ادارې کړنې پرلهپسې نقد کړې دي.




