د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

طالبانو له ترکیې سره د افغان مهاجرو د پېژندپاڼو پر چمتووالي خبرې کړې

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د ملي احصائيې او معلوماتو ادارې اعلان کړی چې د دې ادارې مشر ملا عبدالقاهر حاجي ادریس، له صنیع‌الله فرهمند، چې د یادې ادارې له لوري په ترکیه کې سفیر ټاکل شوی، لیدلي او د خبرو اصلي تمرکز په ترکیه کې مېشتو افغانانو د هویت ستونزو ته شوی دی.

په خبرپاڼه کې چې نور جزییات یې نه‌دي خپاره شوي، ویل شوي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مهاجرو د پېژند اسنادو د مسایلو د حل او د اسانتیاوو برابرولو لپاره د حل لارو پر څېړلو ټینګار کړی دی.

په دې لیدنه کې فرهمند وړاندیز کړی چې په ترکیه کې مېشتو افغان مهاجرو ته د برېښنايي تذکرو د ویشلو ځانګړي مرکزونه جوړ شي. دا وړاندیز داسې مهال شوی چې د رسمي ثبت خدماتو د نمایندګیو د نشتوالي له امله، ګڼ شمېر افغان مهاجر د تذکرې او نورو اسنادو له ترلاسه کولو بې‌برخې پاتې دي.

بل‌خوا، حاجي ادریس ویلي چې باید د افغانستان اتباعو د هویت ستونزې په ترکیه او نورو هېوادونو کې حل شي او د نفوسو د ثبت بهیر باید چټک او متوازن پرمخ لاړ شي. سره له دې، کارپوهان وايي چې د طالبانو اداره، د نړیوالې مشروعیت نشتوالی او د بنسټیزو خدماتو د نه برابرولو له امله، نه‌ ده توانېدلې چې د بهرنیو هېوادونو افغان مهاجرو ته لازمې اړتیاوې پوره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button