د طالبانو چارواکی په تهران کې د معلولینو د نړیوالې ورځې په مراسمو کې ګډون وکړ

مولوي فضل محمد حقاني، چې د طالبانو له لوري د افغانستان د استازي په توګه ایران ته استول شوی، پرون د تهران په یوې رسمي غونډه کې چې د نړیوالې معلولینو د ورځې په مناسبت جوړه شوې وه، ګډون کړی دی.
د طالبانو د ادارې له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مراسم د ایران د ولسمشر مسعود پزشکيان، یو شمېر لوړپوړو ایراني چارواکو او په تهران کې مېشتو بهرنیو دیپلوماتانو په ګډون جوړ شوي وو.
په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان دننه د معلولینو، ښځو او اقلیتونو په وړاندې د سختدریځۍ او تبعیض له کبله له پراخو نیوکو سره مخ دي، د دې ډلې د یوه چارواکي ګډون په یاده رسمي غونډه کې د پام وړ بلل شوی دی. له هغه وخته چې طالبان په اگست ۲۰۲۱ کې بیا واک ته رسېدلي، نه یوازې د معلولینو حقونه له پامه غورځول شوي، بلکې د هغوی د اساسي خدماتو ته لاسرسی هم خورا محدود شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره تر اوسه د نړیوالې رسمیت پېژندنې وړ نه ده ګرځېدلې، او د دې ډلې د استازو ګډون په بهرنیو رسمي غونډو کې، له يوې غېرمنتخبې ادارې سره د اړيکو د عادي کېدو په اړه اندېښنې راپارولې دي.




