مهم خبرونهنړیوال

تاجکستان د افغانستان له پولو د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو خبرې رد کړې

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې دوی د افغانستان له پولې د دفاع لپاره د روسیې نظامي مرستې غوښتنه کړې ده. وزارت ټینګار کړی چې له د ګډ امنیت تړون له سازمان (CSTO) سره یې په دې اړه هېڅ ډول خبرې نه دي کړي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي: «په هغه سیمه کې چې د تاجکستان او افغانستان تر منځ پوله ده، وضعیت باثباته دی او پوره توګه د تاجکستان د اړوندو چارواکو تر کنټرول لاندې دی.»

د تاجکستان دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان له خاورې څخه پر تاجکستان دوه بریدونه شوي وو، چې په پایله کې یې پنځه چینايي کارګران وژل شوي دي. د دې پېښې دقیق معلومات لا هم روښانه نه دي او نه هم د طالبانو حکومت او نه هم د تاجکستان چارواکو د بریدګرو د هویت په اړه څه ویلي دي.

تاجک چارواکو دا برید کوونکي د یوې ترهګرې ډلې غړي بللي دي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، بریدونه هغو “حلقو” ته نسبت کړي چې د ده په وینا هڅه کوي د سیمې ثبات ګډوډ کړي. د طالبانو د حکومت د دې پېښې په تړاو مبهم دریځ او د شفافیت نشتوالي د سیمې په کچه اندېښنې راپورته کړې دي.

د افغانستان او تاجکستان تر منځ ګډه پوله، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، یو له حساسو سیمو ګڼل کېږي. د مرکزي آسیا هېوادونه د دې سرحد امنیت ته ستراتیژیک ارزښت ورکوي. د پخوا څخه دا اندېښنه موجوده ده چې ښايي له افغانستانه د افراطي او ترهګرو ډلو غړي نفوذ وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button