سیگر: د افغانستان دموکراتیکسازی هڅې ناکامې شوې دي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر یا سیگر په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د یو باثباته او دموکراتیک نظام د جوړولو لپاره د امریکا پراخې هڅې ناکامې شوې دي.
د سیگر د موندنو له مخې، له ۲۰۰۲ کاله تر ۲۰۲۱ پورې، متحدو ایالتونو د افغانستان د بیارغونې لپاره له ۱۴۴ میلیارد ډالرو څخه زیات ځانګړي کړي وو؛ خو څېړنې څرګندوي چې تر ۱۳۰۰ ډېر د فساد، ناوړه استفادې او د منابعو د ضایع کېدو موارد ثبت شوي دي. سیگر دا وضعیت د څارنې په برخه کې د کمزورۍ او د مدیریت د ضعف څرګندونه بولي.
دا امریکایي اداره چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان لپاره د مرستو د لګښت څرنګوالي څارنه کوي، تر دې دمه ۹۰۰ څېړنیز راپورونه خپاره کړي دي. د سیگر په باور، امنیتي سکټور ته لومړیتوب ورکول او د خلکو بنسټیزو اړتیاو ته نه پاملرنه، د یادو پروژو د ناکامېدو له اساسي لاملونو څخه دي.
د راپور له مخې، په ۲۰۱۰ کال کې امریکا افغانستان ته تر ټولو زیاتې مرستې کړې وې چې ارزښت یې ۱۶.۳ میلیارد ډالر و. د تېرو ۲۲ کلونو له ټولو مرستو څخه، ۸۸.۸ میلیارد ډالر امنیتي اهدافو ته، ۳۵.۹ میلیارد پراختیایي پروژو ته، ۷.۱ میلیارد بشري برخې ته او ۱۶.۳ میلیارد اداري مصارفو ته لګول شوي دي.
که څه هم د امریکا رسمي مرستې له افغانستان سره په ۲۰۲۵ کال کې پای ته رسېدلي، خو سیگر ټینګار کوي چې له اکتوبر ۲۰۲۱ څخه تر جون ۲۰۲۵ پورې، امریکا بیا هم د افغانستان تر ټولو ستر بشري مرستهکوونکی پاتې شوی دی. په دې موده کې، واشنګټن ۳.۵ میلیارد ډالر نور هم ځانګړي کړي چې ۷۲ سلنه یې بشري فعالیتونو ته ځانګړي شوي.
سیگر همداراز ۵۴۱ میلیون ډالر مرستې د «مشکوکو» په توګه پېژندلې، او وایي چې له څېړنو او پلټنو وروسته، د ۲.۵۱ میلیارد ډالرو ضایع کېدو مخه نیول شوې ده.
دا راپور یو ځل بیا د مرستو د مصرف په لړ کې پراخې سو مدیریت، ساختاري فساد او د شفافیت نشتوالی روښانه کوي، چې دا مسئلې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د خلکو په وضعیت د نړیوالې ټولنې اندېښنې زیاتې کړې دي.




