طالبانو له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستنه له تضمینونو سره مشروط کړه

طالبانو اعلان کړی چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستل هغه مهال امکان لري چې د پاکستان له حکومته باوري تضمینونه ترلاسه شي. د دې ادارې ویاند وایي، کابل به یوازې هغه وخت له اسلاماباد سره د سوداګریزو اړیکو عادي کېدو ته غاړه کېږدي، چې ډاډ ترلاسه کړي دغه لارې به بیا د سیاسي فشار، نا انصافه ګټې اخیستنې یا د خلکو ځورونې لپاره ونه کارول شي.
د طالبانو د ادارې ویاند، ذبیحالله مجاهد، په یوه اعلامیه کې پاکستان تورن کړی چې په غیر قانوني توګه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ترانزیتي لارې تړلې او له دې اقدامه یې د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی. نوموړی وایي، دا کار نه یوازې د افغانستان اوسېدونکو ته زیان رسولی، بلکې د پاکستان خلک یې هم زیانمن کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستان له لوري د سوداګریزو پولو د پرلپسې بندښتونو ترخه تجربه د ژور بېباورۍ لامل شوې او طالبان «غښتلي تضمینونه» غواړي چې دا لارې به دوامداره خلاصې وي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او وګړو حقوق به خوندي وي.
مجاهد زیاته کړې چې افغانستان د سیمې له نورو لارو څخه خپلې سوداګریزې اړتیاوې پوره کوي او یوازې پر یوه مشخصه لاره تکیه نه لري. دا څرګندونې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د پولي مدیریت او دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو په اړه د تنشونو زیاتوالي ښکارندويي کوي.




