FAO درې زره افغان بزګرانو ته عضوي سره برابر کړ

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د نړیوال بانک په همکارۍ په افغانستان کې د کرنې د ښه والي یوه پراخه برنامه پلې کړې ده. د دغې برنامې په لړ کې، درې زره د غنمو بزګرانو ته له بېلابېلو ولایتونو څخه په ټولیز ډول ۹۰۶ متریک ټنه عضوي سره وېشل شوې ده.
همداراز، FAO د نمونوي فارمونو په جوړولو سره دغو بزګرانو ته عملي زدهکړې برابرې کړې دي، څو دوی د غنمو کر د مؤثرو او پایدارو طریقو او د سرې کارونې نوې لارې زده کړي. دا اقدام د کیمیاوي سرو پر ځای د عضوي سرې کارونې لپاره هڅه ده څو د خاورې وضعیت په اوږدمهال کې ښه شي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د عضوي سرې کارونه توانېدلې چې د غنمو حاصلات ۱۴ سلنه لوړ کړي او د کیمیاوي موادو کارول راکم کړي. دا پرمختګ د دوامدارو کرنیزو لارو مثبت تاثیر څرګندوي.
خو په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د کرنې سکتور باندې اغېزناک نظارت او لازم ملاتړ نه کوي، دا ډول برنامې یوازې د نړیوالو ادارو په مرسته ترسره کیږي. تمه کېږي چې د دغو ملاتړونو په دوام سره به د افغان بزګرانو معیشت ښه شي او له بېړنیو مرستو څخه د دوی وابستګي کمه شي.




