د اسرائیلو هوایي بریدونه د خانیونس په بېځایه شوو کمپونو؛ پنځه تنه وژل شوي

اسرائیلي ځواکونو تېره شپه، سره له دې چې اوربند اعلان شوی و، د غزې په لوېدیځ کې د خانیونس ښار په بېځایه شوو کسانو کمپونو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې پنځه تنه، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
د غزې په کویت تخصصي روغتون کې دغه تلفات تأیید شوي او ویلي یې دي چې یاد بریدونه د اسرائیلو د بریدګرو بېپيلوټه الوتکو له خوا پر هغه خېمو شوي چې د خانیونس د مواصي په سیمه کې وې.
د الجزیرې خبریال د راپور له مخې، په دې بریدونو کې یو شمېر محلي اوسېدونکي هم ټپیان شوي دي.
په عین وخت کې، د غزې ښار مختلف ختیځې سیمې د اسرائیلي ځواکونو له شدیدو پوځي اقداماتو او ډزو سره مخ شوې دي. د سیمهییزو سرچینو په وینا، اسرائيلي ټانکونو او کوچنیو بېپيلوټه الوتکو (کوادکوپټرونو) د شجاعیه په تقاطع کې پر فلسطیني موقعیتونو ډزې کړي او فلسطیني چارواکو ویلي چې د توپونو بریدونو ځینې استوګنیزې سیمې هم په نښه کړي دي.
په یوې بلي پېښه کې، د اسرائیلو جنګي چورلکو د غزې ښار ختیځې سیمې هم تر برید لاندې راوستي دي. سربېره پر دې، راپورونه ښيي چې د اسرائیلو زغرهوالې وسایطو د غزې جنوبي پوله کې د رفح ښار شمال ته بریدونه کړي او د غزې ښار ختیځ کې د ودانیو ویجاړولو عملیات لا هم روان دي.
په یوه بله نښه، اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد څلور سرتېري د فلسطیني ځواکونو سره په نښته کې په رفح کې ټپیان شوي دي. ویل شوي، د زخمي شویو له ډلې یو تن سخت ژوبل شوی دی. د اسرائیلو پوځ وايي، دا نښته هغه مهال پیل شوه چې وسلهوال کسان د رفح له ختیځ تونله راووتل.
د اسرائیلو نظامي راډیو د نظامي چارواکو له خولې ویلي، چې په دې نښته کې د فلسطین دوو مقاومت کوونکو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، او درېیم تن، چې یوه دستي بم یې پر اسرایيلو نظامي موټر نصب کړی و، بېرته تونل ته ستون شوی دی.
دغه بریدونه او تلفات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د غزې سیمه د جګړو د نوي څپې شاهده پاتې شوې ده، او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ولسي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.




