مهم خبرونهنړیوال

د ټرمپ او مادورو تلیفوني تماس؛ د متقابل احترام له لارې د تفاهم هڅه

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو پرون د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ټرمپ، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر سره یې تلیفوني تماس د دوستانه فضا او متقابل احترام پر بنسټ ترسره شوی دی.

نوموړي د ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا اړیکه کولای شي د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو او تفاهم پیل وي. مادورو زیاته کړه چې وینزویلا غواړي ستونزې د خبرو له لارې او په سوله‌ییزو لارو حل کړي.

د مادورو په وینا، د امریکا خلک له پوځي شخړو ستړي شوي او نه غواړي د لیبیا، عراق، افغانستان او ویتنام جګړې بیا تجربه کړي. هغه ټینګار وکړ چې د دا ډول بحرانونو د تکرار د مخنیوي لپاره ګډو هڅو او متقابل درک ته اړتیا ده.

مادورو د المیادین شبکې له قوله وویل چې دا تلیفوني تماس چې لس ورځې وړاندې شوی، په مودبانه او له تاوتریخوالي پرته فضا کې ترسره شوی دی.

نوموړي وویل: “د سولې او عدالت د تأمین لپاره باید په ارامۍ او باور ګامونه واخلو. دا بریا نه یوازې زموږ لپاره، بلکې د نړیوالې سولې لپاره هم ارزښت لري.”

بل‌خوا، ډونالډ ټرمپ څو ساعته وړاندې خبرداری ورکړی چې امریکا پر وینزویلا فشارونه یوې نوې مرحلې ته رسولي دي. نوموړي ویلي، د مادورو سره په یوه لنډ تماس کې یې وینزویلایي لوری د ځینو موضوعاتو په اړه خبر کړی دی.

ټرمپ همداراز د وینزویلا پر ضد د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو پرضد د ځمکنۍ عملیاتو د پیل اراده څرګنده کړې، چې دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د لوړېدو اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button