متقي: پاکستان د افغانستان حريم نقض کړی او کډوال يې ځورولي دي

د طالبانو د سرپرست بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي وايي، سره له دې چې د پاکستان په وړاندې يې د زغملو تګلاره غوره کړې، خو دغه هېواد د افغانستان حريم نقض کړی، د ترانزيتي لارو بندولو ته يې لاس اچولی او د افغان کډوالو زورونه يې کړي دي.
متقي چې له يو شمېر سياسي چاروکارانو سره په يوه ناسته کې خبرې کولې، ټينګار وکړ چې په پاکستان کې پرېکړې له يوې واحدې سرچينې نه بلکې له بېلابېلو لوريو کېږي. د هغه په وينا، د پرېکړو د يو مشخص جوړښت نه شتون، پاکستان کې د بېثباتۍ او متناقضو کړنو لامل شوی دی.
هغه د پاکستان د لوړپوړي چارواکي اسحاق دار وروستيو څرګندونو ته په اشارې سره وويل: “کله چې يو چارواکی وايي، يوه موضوع کې يې يو وخت د پوځ له مشر او صدراعظم دواړو اجازه اخيستې، نو دا ښيي چې په دې هېواد کې يو نه، بلکې څو رهبران شته، او يوازېنۍ پرېکړه کوونکې مرجع نه لري.”
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست زياته کړه چې له پاکستان سره د سياسي خبرو پر مهال، د طالبانو پلاوي هڅه کړې چې پر واقعي حقايقو تمرکز وکړي، خو په مقابل کې د پاکستان پلاوي غوښتنې، بشپړې غيرمنطقي او د منلو وړ نه وې.
د متقي په وينا، پاکستان يوازې له افغانستان سره ستونزې نه لري، بلکې دا هېواد په يو وخت کې له سياسي ګوندونو، علماوو او د ګاونډيو هېوادونو سره هم په شخړو اخته دی. هغه زياته کړه، د پاکستان اقتصادي وضعیت هم ورځ تر بلې خرابېږي.
نوموړي وويل چې افغانستان له زياترو ګاونډيو هېوادونو سره نسبي ښه اقتصادي او ديپلوماټيکې اړيکې لري، او يوازې پاکستان دی چې د تعامل په برخه کې ستونزې رامنځته کوي.
متقي د پاکستان لخوا د ترانزيتي لارو بندولو ته په اشاره سره وويل، دغه کارونه د نړیوالو اصولو خلاف دي او د افغان ولس پر وړاندې يې فشارونه زیات کړي دي. هغه د پاکستان د پاليسيو د بياکتنې غوښتنه وکړه او له نړيوالې ټولنې او ګاونډيو هېوادونو يې وغوښتل، چې د افغان ولس پر وړاندې له فشار اچولو ډډه وکړي.




