فدریکا موگرینی د بلجیم له زندانه خوشې شوه

فدریکا موگرینی، چې دا مهال د اروپا کالج مشره او د اروپايي اتحاديې پخوانۍ د بهرنۍ پالیسۍ مسئوله ده، د چهارشنبې سهار د بلجیم پولیسو له بازداشه آزادې شوې ده.
د بلجیم پولیسو د معلوماتو له مخې، موگرینی یوه ورځ مخکې د اروپايي اتحاديې د مالي فساد د یوې قضیې په تړاو د عملیاتو پر مهال نیول شوې وه. نوموړې له استفانو سانینو، چې د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ اړیکو د خدماتو پخوانی سرمنشي دی، سره یو ځای پر داسې درنو تورونو نیول شوي وو لکه درغلۍ، اداري فساد او د ګټو ټکر.
د اروپايي اتحاديې د عامه څارنوال دفتر په یوه بیان کې ویلي چې تورن کسان، چې موگرینی هم پکې شامله ده، په رسمي ډول د توکو او خدماتو د قراردادونو کې د درغلۍ، فساد او د تخصصي معلوماتو د غیرقانوني افشاکولو تورونه پرې لګول شوي دي. دغه تورونه د یوه پراخې دوسيې برخه دي چې د اروپايي اتحاديې له بودجې څخه د ځوانو دیپلوماتانو د روزنې پر پروګرام د ناوړه استفادې په اړه ده.
د اروپا د دغو نوموتو څېرو نیول په سیاسي او رسنیزو حلقو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. که څه هم د څارنوالۍ دفتر ټینګار کوي چې تر څو جرم نه وي ثابت شوی، تورن کسان بېګناه ګڼل کېږي، خو دا پېښه یو ځل بیا د اروپايي دیپلوماتیکو ادارو د شفافيت او ځواب ویلو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.




