د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

۱۹۲ افغان کډوال له پاکستانه جرمني ته ولېږدول شول

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۹۲ افغان وګړي، چې د دې هېواد د بشري منلو رسمي پروګرام کې شامل دي، د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) د یو چارټر الوتنې له لارې له اسلام‌اباد څخه د ارفورت ښار ته رسېدلي دي. دا د روان ایتلافي حکومت تر اداره لاندې د افغان وګړو لومړۍ ډله‌یزه انتقال ده.

د راپور له مخې، دغه مهاجر تر رسېدو وروسته د ارفورت هوايي ډګر ته، د نیدرزاکسن ایالت فریدلند لنډمهال کمپ ته انتقال شوي، او تمه ده چې د لومړنیو پروسیجرونو له بشپړېدو وروسته، د جرمني بېلابېلو ایالتونو ته ووېشل شي.

په دې ډله کې یو شمېر هغه افغانان شامل دي چې مخکې یې له آلماني موسسو، پرمختیايي پروژو، ډیپلوماټیکو ادارو یا رسنیو سره مستقیم یا غیر مستقیم کار کړی و، او همداراز د هغوی د کورنیو غړي هم ورسره دي. دغه کسان تر هغې مخکې چې طالبان بیا واک ته ورسېږي، له آلماني اړخونو سره په افغانستان کې همکاري لرله.

په ورته وخت کې لسګونه نور افغان وګړي چې د دې پروګرام شرایط پوره کوي، لا هم په اسلام‌اباد کې په انتظار کې دي. په تېرو میاشتو کې ځینې یې د عادي الوتنو له لارې جرمني ته رسېدلي دي. له دې سره، د پاکستان د دولت له لوري تر ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې د افغان کډوالو د اقامت د اجازو د پای ته رسېدو خبرداری، د دې کسانو د جبري ایستنې اندېښنې ډېرې کړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې ۶۲ کسان چې د پروګرام مستحق دي، ترجیع ورکړې چې د مالي مرستې په بدل کې خپل انتقال لغوه کړي. همداراز له یوې بلې ډلې سره د ورته پرېکړې ارزونې خبرې دوام لري.

د افغان وګړو د رسمي منلو دغه پروګرام، چې د نوي ایتلافي حکومت له لوري (چې سوسیال دموکرات، دموکرات مسیحي او سوسيال مسیحي ګوندونه پکې شامل دي) په مې میاشت کې درول شوی و. دا په داسې حال کې ده چې پخوا د شنو ګوند او آزادو دموکراتانو په مشرۍ د ایتلاف پر مهال، افغان وګړي په منظمه توګه له ځانګړو الوتنو سره جرمني ته انتقالېدل.

ددې برنامې درېدو سره، د هغو سلګونو افغان وګړو راتلونکی لا هم نامعلوم دی چې پخوا یې له لوېدیځو ادارو سره همکاري کړې او اوس د طالبانو تر واک لاندې له ګواښ سره مخ دي. د نړیوالې ټولنې چوپتیا او بې پامۍ د دغو کسانو د وضعيت په تړاو جدي بشري پوښتنې راولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button