سره له اوربند هم په غزه کې د ولسي وګړو وژل دوام لري

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اوربند له اعلان سره سره، په غزه کې بریدونه دوام لري او لسګونه نور ولسي وګړي یې وژلي دي. دغه وزارت د شنبې په ورځ تایید کړه چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې ۲۲ تنه وژل شوي، چې پنځه یې تازه وژل شوي او ۱۷ نور جسدونه له کنډوالو راایستل شوي دي. همدا راز، ۹ تنه نور ټپیان شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي.
د روغتیايي چارواکو په وینا، لا هم یو شمېر نا معلوم قربانیان د نړېدلو ودانیو تر لاندې یا کوڅو کې پاتې دي. د ناامنۍ او عملیاتو د خنډونو له امله، د ژغورنې ډلې او ملکي دفاع تراوسه نهدي توانېدلي چې ټولو سیمو ته ورسېږي او جسدونه را وباسي.
د رسمي شمیرو له مخې، له هغه وخته چې د اکتوبر په ۷مه، ۲۰۲۳ کې جګړه پیل شوې، د غزې په تړانګه کې له ۶۸ زرو څخه زیات کسان وژل شوي او نږدې ۱۷۱ زره تنه نور ټپیان شوي دي.
په هغه موده کې چې اوربند د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې نافذ شوی دی، ۲۲۶ تنه وژل شوي او ۵۹۴ تنه نور ټپیان شوي دي. پر دې سربېره، تر اوسه پورې ۴۹۹ جسدونه پیدا شوي، چې تر ټولو تازه یې ۳۰ جسدونه دي چې د صلیب سرخ له منځګړیتوب سره له اسرائیلي ځواکونو ترلاسه شوي دي.
په غزه کې د ولسي وګړو پر وړاندې دوامداره تشدد، چې تر محاصرې، جسمي او رواني فشارونو لاندې ورځ تېروي، د اسرائیلي رژیم د ادعا شوې ژمنتیا په اړه پوښتنې راپورته کوي، او همداراز د نړیوالې ټولنې نرم غبرګون د بشري حقونو پر پرلهپسې نقض نیوکې راپارولي دي. د وژل شویو کسانو له زیاتېدو سره یوځای، د جنګي جرمونو د پای ته رسولو او د ولسي وګړو د مؤثرې ملاتړ غوښتنې بیا را برسېره شوي دي.




