ملګرو ملتونو په افغانستان کې د معلولینو اړتياوو ته د پاملرنې غږ کړی

د نړیوالو معلولینو د ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) په یوه پیغام کې چې د ایکس ټولنیز شبکه کې خپور شوی، ویلي چې څه باندې ۱.۵ میلیون افغانان له جدي معلولیتونو سره ژوند کوي.
یوناما ویلي، ډېری دا کسان د لسګونو کلونو جګړو او تاوتریخوالي له امله معلول شوي دي؛ جګړې چې د میلیونونو افغانانو ژوند یې له کړاو او ورانۍ سره مخ کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، د یو ښه او ټولشموله راتلونکي د جوړولو لپاره اړینه ده چې د معلولینو ځانګړو اړتیاوو ته په هر برخه کې پام وشي، له زدهکړې او روغتیا څخه نیولې تر کاري فرصتونو او سیاسي ګډون پورې.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د معلولینو د ملاتړ لپاره کومه روښانه تګلاره نه ده وړاندې کړې او د دغې ټولنې د خلکو لپاره د عامه خدماتو، ټولنیز ملاتړ او مناسب چاپیریال نشتون د بشري حقونو مدافع بنسټونه ژور اندېښمن کړي دي.
د نړیوالو معلولینو ورځ هر کال د دسمبر په درېیمه لمانځل کېږي، څو د دې قشر د حقونو او اړتیاوو په اړه د نړیوالې ټولنې پوهاوی زیات شي.




