سياستمهم خبرونه

کرملین: د روسیې او افغانستان اړیکې پیاوړې دي

د کرملین ویاند دمیتري پسکوف، د هند له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د روسیې او افغانستان اوسني اړیکې ‘قوي’ دي او مسکو غواړي دا اړیکې لا پسې پراخې کړي.

نوموړي د افغانستان له اوسنيو چارواکو سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې روسیه ته د سیمیزو چارو د تنظیم لپاره اړتیا ده چې له طالبانو سره تعامل وکړي.

پسکوف باور لري چې روسیه او افغانستان په سیمه‌ییزه کچه ګډې ګټې لري، نو له همدې امله مسکو هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې لا ژورې کړي.

د کرملین دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د طالبانو اداره تر اوسه نړیواله مشروعیت نه ده تر لاسه کړې او ډیری هېوادونه په شمول د روسیې، د طالبانو حکومت رسمي استازولي په رسمیت نه ده پېژندلې. سره له دې، د دواړو لورو تعاملات چې د افغانستان د خلکو له غوښتنو پرته دوام مومي، اندېښنه راوپاروي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button