ټرمپ د تحریر الشام مشر جولاني وستایه

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تام باراک په واسطه چې د هغه ځانګړی استازی دی، د سوریې لپاره يو پیغام ابومحمد جولاني ته استولی، چې په هغه کې يې د تحریر الشام د ډلې مشري کړې جولاني وستایه او هغه یې د “راتلونکي ستر مشر” په نوم یاد کړی دی.
یاد پیغام له يو پخواني انځور سره چې د ټرمپ او جولاني تر منځ د یوه ملاقات عکس دی، او د ولسمشر ټرمپ لاسلیک لري، جولاني ته سپارل شوی دی. ټرمپ په دې پیغام کې ویلي، چې د جولاني د مشرتابه له بهیر څخه به متحده ایالات ملاتړ کوي.
په دې کتنه کې جولاني او تام باراک د سیمې پر اوسني وضعیت او دوه اړخیزو مهمو مسایلو خبرې کړې دي. سره له دې چې لا روښانه نه ده دغه سلا مشورې په کومه کچه ترسره شوې، خو د ټرمپ پیغام، چې جولاني په سوریه کې د امنیتي بحرانونو مهم لوبغاړی بلل شوی، پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ابومحمد جولاني په سوریه کې یوه بحث برانگیز څېره ګڼل کېږي، چې د وسلهوالې ډلې تحریر الشام مشر دی. د هغه تر موجودیت لاندې په شمال لویدیځو برخو کې د ناامنۍ، وژنو او د سوریایي وګړو د حقوقو سرغړونې ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي دي.
د داسې یوه شخص ستاینه چې ګڼ اروپايي هېوادونه او بشري حقونو سازمانونه یې د سوریې د بېثباتۍ اصلي عامل بولي، یو ځل بیا د امریکا د بهرني سیاست د دریځونو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.




