مهم خبرونهنړیوال

ملګرو ملتونو د اسرائیلو اشغال پر ضد دوه نوې پرېکړه‌لیکونه تصویب کړل

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د سه‌شنبې په ورځ، د قوس ۱۲مه، دوه پرېکړه‌لیکونه تصویب کړل چې پکې له اسرائیل څخه د فلسطیني سیمو او د سوریې د جولان د لوړویو څخه د اشغال پای ته رسولو غوښتنه شوې ده.

د فلسطین اړوند پرېکړه‌لیک د جېبوتي، اردن، موریتاني، قطر، سېنګال او فلسطین په ګډون د یو شمېر عربي هېوادونو په نوښت وړاندې شوی و او د ملګرو ملتونو د ۱۵۱ غړو هېوادونو له پراخ ملاتړ سره تصویب شو. یواځې ۱۱ هېوادونو، چې د امریکا متحده ایالات او اسرائیل یې هم پکې دي، له دې پرېکړه‌لیک سره مخالفت وکړ او ۱۱ نورو هېوادونو ممتنع رايه ورکړه.

په دې پرېکړه‌لیک کې د فلسطیني ولس پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر دوامداره مسؤولیت باندې ټینګار شوی، له ۱۹۶۷ وروسته اشغال شویو سیمو د سملاسي آزادېدو غوښتنه شوې او د دوه دولتونو د حل لارې ملاتړ شوی، څو عادلانه سوله تأمین شي.

دویم پرېکړه‌لیک چې د مصر له خوا وړاندې شوی، له اسرائیله غوښتنه کوي چې د سوریې جولان سیمې څخه ووځي. دغه سند د جولان د لوړو اشغال او الحاق غیرقانوني بولي او دا کار د ۱۹۸۱ کال د امنیت شورا د ۴۹۷م پرېکړه‌لیک سره مخالف ګڼي.

د جولان اړوند پرېکړه‌لیک ته ۱۲۳ هېوادونو موافقه ورکړه، ۷ هېوادونو مخالفت وکړ – چې امریکا او اسرائیل هم پکې شامل دي – او ۴۱ هېوادونو ممتنع رايه ورکړه. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او دا اقدام یې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او د جولان د اشغال شوې سیمې د دې هېواد سره د تړاو د نړیوال ملاتړ نښه ګڼلې ده.

دا پرېکړه‌لیکونه پداسې حال کې تصویب شوي، چې د افغانستان د طالبانو اداره تر دې دمه د فلسطین د خلکو د حقونو د ملاتړ او د اشغال پر ضد کومه څرګنده دریځ نه دی نیولی. دا په داسې حال کې ده چې زیاتره اسلامي او عربي هېوادونه د فلسطین د ملاتړ پر دریځ ټینګار کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button