امنیت او پېښېمهم خبرونه

د افغانستان پر امنيتي وضعیت د پاکستان او اروپايي اتحادیې د استازو خبرې

د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت د ارزونې په لړ کې، د پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي محمد صادق د اروپايي اتحادیې د بشردوستانه مرستو د دفتر له چارواکي اندریاس پاپاکونستانتینو سره لیدنه وکړه. دا کتنه چې د سه شنبې په ورځ، د لیندۍ ۱۱ نېټه، د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې اعلان شوې، د افغانستان د بشري بحران او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو ته ځانګړې شوې وه.

محمد صادق په دې خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو موجودیت لا هم یوه جدي اندېښنه ده، په ځانګړي ډول د پاکستان په څېر هېوادونو لپاره. نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو امنیتي ګواښونو د کنټرول لپاره د سیمې هېوادونو او نړیوالو ادارو همکاري حیاتي ده.

په دې ناسته کې د افغانستان د بشري وضعیت پر خرابوالي هم بحث وشو او دواړو لورو په ژمي کې د زیان‌منو شویو خلکو سره ژر تر ژره د مرستې اړتیا باندې ټینګار وکړ.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې مشران او غړي په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. دا ادعا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوږدمهاله بند پاتې پولو یو له مهمو دلیلونو ګڼل شوې.

خو د طالبانو اداره دغه تورونه بې‌اساسه بللي او ویلي یې دي چې هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي. په هر حال، دا دوامداره ادعاوې او متقابل بې‌باوري د سیمې د امنیت وضعیت لا هم پېچلی کړی دی.

سره له دې چې د طالبانو اداره د کورني امنیت د تامین خبره کوي، خو په افغانستان، په ځانګړي ډول د پولې په سیمو کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پراخ راپورونه د ګاونډیانو او نړیوالو ادارو اندېښنه راپارولې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button