امنیت او پېښېمهم خبرونه

یو افغان وګړی په فرانسه کې د داعش سره د اړیکو په شک نیول شوی

د فرانسې د ترهګرۍ پر ضد ملي څارنوالۍ اعلان کړی چې یو شل کلن افغان وګړی د داعش ډلې سره د احتمالي اړیکو په تور د لیون په ښار کې نیول شوی دی. دا کس تیره اوونۍ نیول شوی او دا مهال د لنډمهال توقیف په مرکز کې ساتل کېږي.

د فرانسوي چارواکو په رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې دغه تن د یوې ترهګریزې ډلې د غړیتوب او مالي ملاتړ په تور تورن دی. د فرانسې امنیتي سرچینو ویلي، هغه افراطي باورونه لري او په مستقیم ډول له داعش ډلې سره په تماس کې و.

چارواکو زیاته کړې چې نیول شوی کس د دې ډلې د تبلیغاتو په ژباړه، خپرولو او پراخولو کې فعاله ونډه لرله او آن یې د مالی ملاتړ لپاره نغدې پیسې استولي وې. لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا وګړی له څو کلونو راهیسې فرانسه ته داخل شوی و او مخکې هم د ترهګریزو اعمالو د ستایلو له امله تر پوښتنو لاندې راغلی و.

د لوپاریزین ورځپاڼې راپور ورکړی چې مظنون له ټولنیزو رسنیو لکه ټیک‌ټاک او سنېپ‌چېټ څخه د افراطي او تاوتریخوالي ډوله تبلیغاتي محتوا د ایډیټ او بیا خپرولو لپاره کار اخیستی و. دا نیونه داسې مهال شوې چې د پناه‌غوښتونکو ترمنځ د افراطي فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني حکومت او نړیوالو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی و چې د یو ځواب ویونکي دولت نشتوالی او د طالبانو تر واک لاندې د افراطیت زیاتوالی افغان ځوانان د ترهګریزو ډلو لپاره لا زیات له خطر سره مخ کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button