طالبانو او ترکيې د دیني همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د طالبانو د رژيم د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي نورمحمد ثاقب او د ترکیې د دینی چارو ادارې د بهرنیو اړیکو مشر انصاري ینتورک ترمنځ په یوه لیدنه کې دواړو لوریو د دیني، فرهنګي او تعلیمي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دغه ناسته د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تاریخي او مذهبي اړیکو پر محور متمرکزه وه، چې په کې مولوي ثاقب د ترکیې هڅې د اسلامي نړۍ لپاره وستایلې او خلافت عثماني یې د اسلامي امت لپاره د یوه تمدني نمونې په توګه یاد کړ.
نوموړي ترکيه د حنفي مذهب د تبلیغ او تقویه کې یوه مهمه شریک بللې او ویلي یې دي چې د دواړو ملتونو ترمنځ دیني او فرهنګي ګډوالی، د لا زیاتو همکاریو زمینه برابروي.
بل لور ته انصاري ینتورک د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ تر څنګ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د دیني او تمدني ارزښتونو پر اشتراکاتو ټینګار وکړ. هغه د افغانستان د خلکو د وروستیو کلونو پر علمي او ټولنیزو پرمختګونو هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې ترکیه به د حج، اوقافو، یتیم خانو او نورو دیني برخو کې خپلې تجربې له طالبانو سره شریکې کړي.
سره له دې چې د طالبانو اداره له دې ډول کتنو څخه د خپل حکومت د نړیوال مشروعیت لپاره ګټه اخلي، خو له بلې خوا دا اندېښنې شته چې دا به د یوې ځانګړې مذهبي تګلارې، سختدریځ سیاستونو او د اقلیتونو د ګډون له منځه وړلو سبب شي. نړیواله ټولنه او څارونکي بنسټونه بیا ټينګار کوي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته باید د افغانستان نړیوالې اړیکې پر ټولشموله ګډون او بشري حقونو ولاړې وي، نه یواځې د مذهبي نژدېوالي پر بنسټ.




