د ترکیې دیپلمات د کابل مأموریت پای ته ورسید، خو د مرستو دوام ته ټینګار کوي

د طالبانو د ادارې د اقتصاد وزیر، قاري دینمحمد ‘حنیف’، پرون د ترکیې د جمهوریت د سفارت له شارژدافر او مستشار، جینک اونال، سره د تودیعي لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د ترکیې د دیانت بنسټ یوه پلاوي هم ګډون درلود، د بشري مرستو د دوام، د اقتصادي همکاریو پراختیا او په افغانستان کې د عامه پروژهوو د پلي کولو کې د ترکیې د رول پر اړه خبرې وشوې.
د طالبانو د ادارې د اقتصاد وزیر، د ترکیې د دیپلمات رول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور وباله او هغه ته یې په راتلونکو مأموریتونو کې د بریا هیله وکړه. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له یوه سخت بشري وضعیت سره مخ دی او د دغو مرستو دوام د هېوادوالو لپاره حیاتي بلل کېږي.
جینک اونال، چې په کابل کې یې د ترکیې د دیپلمات په توګه مأموریت پای ته رسېدلی، د اقتصاد وزارت له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې ژمن دی څو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
اونال خپل مأموریتي سفر په کابل کې ګټور وباله او زیاته یې کړه چې د کابل او استانبول ترمنځ همکارۍ په برخو لکه سوداګرۍ، ترانزیت او عامه خیر ښیګڼې پروژو کې پراخه شوې دي.
هغه همداراز، د ترکیې د حکومت له لوري د زلزلو له امله زیانمنو شویو ولایتونو ته د ۱۰۰۰ ټُنو بشري مرستو د استولو خبر ورکړ. هغه وویل چې دا مرستې خوراکي توکي، جامې، درمل او نور ضروري توکي شامل دي چې اړمنو کسانو ته لېږل شوي دي.




