طالبانو په فاریاب کې د یوناما شتمنۍ مصادره کړې

د فاریاب ولایت ځایي سرچینې وایي چې د طالبانو ادارې په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) د انتقال مخه نیولې او راغونډې شتمنۍ یې ضبط کړي دي.
دغه سرچینې رسنیو ته ویلي چې یوناما د بودجې د کمښت له کبله غواړي د روان میلادي کال تر پایه خپل فعالیتونه په فاریاب کې پای ته ورسوي؛ خو د دفتر د تجهیزاتو او شتمنیو د انتقال هڅې د طالبانو له مخالفت سره مخ شوې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د دوشنبې په ورځ د قوس میاشتې لسمه، کله چې د یوناما کارکوونکو غوښتل خپل اثاث او شتمنۍ د فاریاب له دفتره بلخ ولایت ته انتقال کړي، د طالبانو ګومارل شوي والي عبدالاحد فضلي نه یوازې د دې انتقال مخه ونیوله، بلکې یاد توکي یې مصادره کړل.
تراوسه یوناما د طالبانو د دې اقدام په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د طالبانو مسوولینو هم د خپل والي پر دې کړنې چوپتیا غوره کړې ده.
د طالبانو له لورې د نړیوالو بنسټونو پر وړاندې دا ډول یرغل کوونکي او خودسر اقدامات اندېښنې راپارولي، او د ورته پېښو تکرار د دې ډلې د نړیوالو سازمانونو سره پر ژمنتیا او د نړیوالو اصولو پر مراعتولو جدي پوښتنې راپورته کوي.




