مهم خبرونهنړیوال

روسیه: د سیمې د امنیت لپاره له طالبانو سره خبرو ته اړ یو

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، دیمیتري پسکوف، ویلي چې هېواد یې د افغانستان جیوپولیتیک موقعیت او د روسي ځواکونو د حضور له امله په منځنۍ آسیا کې، اړ دی چې له طالبانو سره خبرو ته کښیني. نوموړي دغه څرګندونې د هندي رسنیو له خبریالانو سره په یوې خبري ناسته کې کړې چې د «سپوتنیک هند» له خوا جوړه شوې وه.

پسکوف ویلي، د سیمې د ثبات د ساتلو لپاره بدیل انتخابونه نه لري؛ ځکه افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو ګاونډی دی، له تاجکستان سره ګډه پوله لري او روسي سرحدي ځواکونه لا هم هلته مېشت دي. د ده په وینا، په دغو شرایطو کې له طالبانو سره خبرې روسیې ته یوه اړینه اړتیا ده.

که څه هم نوموړي د طالبانو له ادارې سره د اړیکو د ډول یا کچې په اړه مشخص معلومات نه دي ورکړي، خو د روسیې د حکومت پخوانیو سرچېنو ویلي چې مسکو له طالبانو سره په امنیتي چارو، د مخدره موادو پر قاچاق د مبارزې، او په منځنۍ آسیا کې د سرحدونو پر وضعیت تمرکز لري.

سره له دې چې نړیوالې ټولنې تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې، روسیه یوازینی هېواد دی چې عملاً یې دا اداره د دیپلوماټیکو لارو له لارې په رسمیت پېژندلې او اړیکې ورسره تعقیبوي.

په همدې حال کې، د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېرې اوونۍ د افغانستان له خاورې د شوو دوو ډزو په پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي. دا پېښې د طالبانو د غیر مشروع واکمنۍ له امله د پولې له خوا د زیاتېدونکو ګواښونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button