امنیت او پېښېمهم خبرونه

نوې وېډیو ښيي چې حمزه بن لادن په افغانستان کې ژوندی دی

د فراآتلانتیک استخباراتي کنسرسیوم (TIC) چې د لوېدیځو هېوادونو د پخوانیو استخباراتي افسرانو او تروریزم ضد کارپوهانو له لوري رامنځته شوی، په یوه راپور کې اعلان کړی چې دوی د اسامه بن لادن زوی او د القاعدې ډلې نوی مشر، حمزه بن لادن د ژوند پاتې کېدو یو قاطع ویډیویي ثبوت ترلاسه کړی دی. دغه ویډیو حمزه بن لادن د افغانستان دننه ښيي.

دغه بنسټ وايي، یاده ویډیو چې لومړنۍ ثبت شوې انځوریزه نښه ده، له ۲۰۱۹ کال وروسته د حمزه بن لادن اخیستل شوې ده. نوموړې ویډیو د پرمختللو څېرو پېژندنې تکنالوژۍ، انځورونو د تطبیق سافټوېرونو او مصنوعي ذکاوت پر بنسټ د هویت او موقعیت جغرافیایي تصدیق له لارې ارزول شوې ده چې هم د دغه فرد هویت او هم جغرافیایي ځای یې تایید شوی دی.

ویل شوې، یاده ویډیو د ۲۰۲۵ میلادي کال په وروستیو میاشتو کې ثبت شوې او دا د هغو میداني سرچینو له خوا ترلاسه شوې چې د کلونو راهیسې د حمزه بن لادن فعالیتونه تعقیبوي. کنسرسیوم زیاتوي چې د ویډیو اخیستونکی کس دا مهال په اروپا کې تر بشپړ امنیتي تدابیرو لاندې ژوند کوي، او ټول تعقیبېدونکي معلومات له فایل څخه لیرې شوي دي.

د فراآتلانتیک استخباراتي کنسرسیوم په وینا، حمزه بن لادن اوس د القاعدې ډلې نوی مشر دی. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د نوموړي بیا را څرګندېدنه ښيي چې دا هېواد یو ځل بیا د القاعدې شبکې د بیاجوړونې او تنظیم لپاره مناسب ځای ګرځېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره تل د القاعده مشرانو د شتون انکار کوي، خو نړیوالو بااعتباره بنسټونو لکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپلو رسمي راپورونو کې تایید کړي، چې د طالبانو تر ملاتړ لاندې د القاعدې غړي د افغانستان دننه فعالیت کوي. د بیلابیلو شواهدو له مخې، د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري په ۲۰۲۳ کال د اوړي په موسم کې، د کابل په هغه استوګنځای کې چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني پورې تړاو درلود، د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button