افغانستان د مصنوعي هوش له پرمختګ نه د پاتې کېدو له ګواښ سره مخ ده

د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) په خپل تازه راپور کې چې “راتلونکی ستر واټن” نومېږي، د دې احتمال په اړه خبرداری ورکړی چې افغانستان کېدای شي د مصنوعي ځيرکتیا (هوش مصنوعي) د چټکتیا له امله رامنځته شويو لومړنيو فرصتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
راپور کې ویل شوي چې د بنسټیزو زېربناوو لکه د دوامداره برېښنا، د اعتبار وړ انټرنټ او ډيجېټلي مهارتونو نه شتون د افغان ځوانانو د وړتیا لوړولو لپاره يو جدي خنډ دی، ترڅو وکولای شي له نويو تخنيکي بدلونونو څخه ګټه واخلي.
دغه ادارې ټينګار کړی چې په افغانستان کې د ډيجېټلي ظرفيتونو نه شتون به د دغه هېواد او نورې نړۍ ترمنځ د پرمختيايي واټن ژورېدل سبب شي؛ کومه موضوع چې د ځوان نسل اقتصادي راتلونکی او ټولنیز موقف جدي اغېزمنولی شي.
کارپوهان وايي چې د طالبانو اداره نه يوازې دا چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د انساني سرچینو د ودې لپاره کومه مشخصه طرحه نه لري، بلکې د تعلیمي فضا په تړلو او عصري زده کړو ته د لاسرسي محدودولو سره دا بحران لا ژور کوي. حال دا چې نور هېوادونه د ډيجېټلي بدلونونو سره هممهاله روان دي، افغانستان د طالبانو د محدودوونکو او ناسم سیاستونو له امله د انزوا او شاته پاتې کېدو له ګواښ سره مخ دی.




