یونیسف په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو د تضمین غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف استازي، ډاکټر تاجودین اویوواله، په افغانستان کې د «جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین» په ترڅ کې ټینګار کړی چې باید د افغانستان د ښځو او نجونو بنسټیز حقوق تضمین شي.
او یوواله د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې هره افغانه ښځه او نجلۍ باید داسې راتلونکی ولري چې پکې د هغوی د روغتیا، زدهکړې او امنیت حقونه خوندي وي. هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې باید په هغو خدماتو کې پانګونه وشي چې ښځې یې مشري کوي، او دا یې د امید بېرته راژوندي کولو او د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستلو لپاره مهم ګام وباله.
نړیوال کمپاین «۱۶ ورځې فعالیت»، چې د نومبر پر ۲۵مه (د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړو نړیواله ورځ) پېل شوې، موخه یې دا ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلابېلو ډولونو ته د پای ټکی کېږدي. دا غوښتنې په افغانستان کې ځکه ځانګړی اهمیت لري، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو بنسټیز آزادیونه په بېلابېلو برخو لکه زدهکړې، کار او ټولنیز حضور کې سخت محدود کړي دي.
له همدې امله، نړیوالې ادارې پیاوړی ټینګار کوي چې دا محدودیتونه باید پای ته ورسول شي. د یونیسف استازی، د «د ټولو ښځو او نجونو لپاره» تر شعار لاندې، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو د ژوند د مثبت بدلون لپاره ګډې هڅې وکړي.




