د داعش غړو بېرته انتقال له سوریې نه عراق ته د امریکا په فشار پیل شوی

په عراق کې د الانبار ولایت یوه امنیتي سرچینه وایي چې د داعش ډلې د غړو او د هغوی د کورنیو انتقال له الهول کمپ (چې د سوریې په شمال ختیځ کې پروت دی) څخه د نینوا په ولایت کې الجدعه کمپ ته یو ځل بیا پیل شوی دی. دغه سرچینه زیاتوي چې یاد انتقال د امریکا د متحده ایالاتو د مستقیم فشار او د جولاني ډلې پورې تړلو کړیو په همکارۍ ترسره کېږي.
د راپور له مخې، تر اوسه ۸۴۰ کسان له الهول کمپ څخه انتقال شوي؛ چې ډېری یې د داعش ډلې د پخوانیو قوماندانانو ښځي او اولادونه دي. ویل کېږي چې یاد کسان د داعش سره په بېلابېلو جنایتونو کې په ګډون او همکارۍ تورن دي چې د عراق پر خلکو او امنیتي ځواکونو ترسره شوي دي.
امنیتي سرچینه خبرداری ورکوي چې د منتقل شوو کسانو په منځ کې ځینې “ډېر خطرناک” عناصر هم شته چې تر تعقیب لاندې دي، او حضور یې د عراق د امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي. هغه دا کار د امریکا د دوامدارو هڅو یوه برخه بللې چې غواړي عراق بېثباته کړي.
نوموړي همداراز له مرکزي حکومت څخه غوښتي چې د دغو فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او د هیواد د ملي ثبات د ساتلو لپاره جدي پرېکړه وکړي. د شنونکو باور دی چې که پر دې موضوع لازم پام ونه شي، نو کیدای شي د توندلارو ډلو فعالیت بیا پیل شي او د عراق لوېدیځو سیمو کې نا امنۍ زیاتې شي.
دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې د سیمې ګڼ هېوادونه له دې اندېښنه ښيي چې له کردي ځواکونو تر کنټرول لاندې کمپونو څخه د داسې کسانو انتقال به امنیتي پېښې لا زیاتې کړي. د امریکا څرګنده ملاتړ له دې بهیر سره، یو ځل بیا دا پوښتنې راپورته کړې چې د واشنګټن اصلي هدفونه په منځني ختیځ کې څه دي؟




