نشنال انترست: د روسیې پر وړاندې بندیزونو تر ټولو ستر زیانمنونکی آلمان دی

د امریکا نشنال انترست مجلې په تازه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د اروپایي اتحادیې له لوري پر روسیې پراخو بندیزونو د آلمان اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ کړی او یاد هېواد یې د دغو ضد روسیهیی سیاستونو تر ټولو لوی قرباني بللی دی.
یاد راپور چې د نشنال انترست مجلې د مشر لیکوال برندون ویچرت په قلم لیکل شوی، وایي چې د نورد سټریم ۲ نومي د ګازو پروژه ودرول او نړیوال بندیزونه د آلمان صنعتي ځواک ډېر کمزوری کړی، دا هېواد له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.
ویچرت په خپل تحلیل کې د اوکراین جګړې اغېزو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د اروپا د انرژۍ کړکېچ نه یوازې د لګښتونو زیاتېدو لامل شوی، بلکې د اتحادیې په دننه کې یې سیاسي او اقتصادي ترینګلتیاوې هم راولاړې کړي دي. د هغه په وینا دا حالت د یورو زون د اقتصادي ثبات اعتبار ته زیان اړولی او د آلمان د اقتصادي سیالۍ ظرفیت ته یې شک پیدا کړی.
راپور همداراز خبرداری ورکړی، چې که د انرژۍ محدودیتونه دوام وکړي او اروپایي ټولنه خارجي سرچینو ته متکي پاتې شي، دا به د سیمې اقتصادي راتلونکي ته ستر ګواښ رامنځ ته کړي او د اروپایي هېوادونو تر منځ د ګډو اقتصادي او امنیتي پالیسیو په تطبیق کې به اختلاف رامنځ ته کړي.
نورد سټریم ۲ پروژه، چې پخوا د آلماني صنعت لپاره د انرژۍ مهمه سرچینه بلل کېده، اوس بنده شوې ده، او د بدیلو سرچینو موندل د آلمان پر اقتصاد دروند بار اچولی دی. لویدیځو رسنیو په تېرو کلونو کې څو ځله خبرداری ورکړی، چې بندیزونه پر تحریم کوونکو هېوادونو هم منفي اقتصادي اغېزې لري.




