اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو د پاکستان اقتصاد ته پراخ زیانونه اړولي

د پاکستان مشهورې ورځپاڼې «دان» په یوه تازه راپور کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو د پاکستان اقتصاد، په ځانګړي ډول د صادراتو برخه کې، پراخ زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، افغانستان ته د صادراتو بندیدو نه یوازینی دا چې دواړه اړخیز تجارت یې اغېزمن کړی، بلکې د پاکستان د منځنۍ آسیا او روسیې لور ته د ترانزیتي لارو چارو کې هم ستونزې پیدا کړي دي. دا بندیز د سیمې د مهم صادراتي توکو لکه سمنټ او سکرو لیږد بشپړ درولی دی.

راپور زیاتوي چې د دې اختلال له امله د سکرو بیه هر ټن تر ۴۵ زرو پاکستاني کلدارو لوړه شوې، چې له امله یې پاکستان اړ شوی چې خپل کلني ۴ میلیونه ټنه د سکرو اړتیا له افریقای جنوبي، اندونیزیا او موزامبیک څخه پوره کړي.

د پاکستان د سمنټو صنعت هم له سخت زیانه سره مخ شوی. د چرات، فوجي او میپل لیف په څېر کارخانه‌وې چې افغان بازار ته یې صادرات لرل، پراخه زیان لیدلی. د دوی له ټولو عوایدو څخه ۹.۸ سلنه، ۵.۸ سلنه او ۳.۱ سلنه یوازې د افغانستان بازار څخه ترلاسه کېدل.

ورځپاڼه «دان» لیکلي چې پاکستان هرکال شاوخوا ۱.۸ میلیارده ډالر افغانستان ته صادرات کوي، چې له جملې څخه ۱۸۷ میلیونه ډالر یوازې د درملو صادرات وو، خو اوس دغه صادرات هم بشپړ درېدلي دي.

د کراچۍ د میوه‌فروشان اتحادیې هم ورځپاڼې ته ویلي چې پاکستان اوس د افغانستان پر ځای له ایران څخه انار واردوي، چې له امله یې نرخونه څو برابره لوړ شوي. اوس مهال په پاکستان کې د لس کیلویي یو کارتن انار تر ۴۵۰۰ کلدارو قیمت لري. همداراز د ترکاریو بازار هم د وارداتو بندېدو له امله له شدیدې کمښت سره مخ دی.

همدا راز، په سوداګریزو پولو کې سلګونه کانتینرونه بند پاتې دي. د راپور له مخې، د چمن په بندر کې ۷۰۰ څخه تر ۷۵۰ کانتینرونه او د تورخم په بندر کې ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ کانتینرونه بند پاتې دي. برسېره پر دې، له ۹ زرو ډېر کانتینرونه په بندرونو کې د ترخیص او تېرېدو انتظار باسي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اوسني سیاستونه نه یوازې دا چې سیمه‌ییز بازارونه له لاسه ورکړي، بلکې د صادراتو عواید او د بهرنیو اسعارو عاید هم شدید کمښت موندلی، په تېره بیا د غنمو او اوړو په صادراتو کې چې افغانستان یې مهم بازار و.

راپور دا وضعیت د طالبانو ادارې د انسدادي او ناقصو تجارتي سیاستونو مستقیمه پایله بللې، چې پر ځای د سیمه‌ییز تعامل زیاتوالي، د اقتصادي لارو بندېدو او په پولو کې د اقتصادي کړکېچونو د زیاتوالي سبب شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button