په کاپيسا کې ۱۸ بنسټيزې پروژې بشپړې شوې

د کاپيسا د اقتصاد ریاست ویلي، چې په تېرو اته میاشتو کې د کوهبند، د کوهستان دوهمی حوزې او نجراب ولسوالیو کې ۱۸ بنسټیزې پروژې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، یادې پروژې د اوبهخور کانالونو پاککاري، د سیند غاړو او سېلابلارو استحکام، او د اوبو د زېرمو ترمیم لپاره تطبیق شوي، چې د یادو سیمو د اوسېدونکو بنسټيزو اړتیاوو ته ځواب وایي.
د کاپيسا د اقتصاد ریاست همداراز خبر ورکړی چې دا مهال په تګاب، نجراب او الهسای ولسوالیو کې ۵۰ نورې پروژې هم روانې دي، چې د دې پروژو مجموعي لګښت له ۸۲۹ میلیونه افغانیو څخه زیات اټکل شوی. دغه پروژې د سړکونو جوړولو او بیا رغونې ته ځانګړې شوې دي.
سره له دې چې دا پرمختیايي چارې په سیمهییزه کچه تر سره کېږي، خو د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د پروژو د پلي کولو او مدیریت په پروسه کې د شفافیت نشتوالي پراخې اندېښنې راپورته کړې دي. شنونکي وايي، تر هغه چې په هېواد کې یوه مشروعه او ځواب ویونکې اداره رامنځته نشي، دا ډول پروژې نشي کولای د پراخو پرمختیايي اړتیاوو ځواب ورکړي.




