د طالبانو د سفارت سرپرست د ایران د سوداګرۍ له مسؤل سره په تهران کې ولیدل

مولوي فضل محمد حقاني، چې د طالبانو ادارې لخوا د افغانستان د سفارت سرپرست په توګه ټاکل شوی، په دې وروستیو کې په تهران کې له محمود سیادت، چې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ اتاق مشر دی، سره لیدنه کړې ده.
د طالبانو تر ولکې لاندې د تهران افغان سفارت ویلي، دا لیدنه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره ترسره شوې ده. د سفارت مطبوعاتي دفتر ویلي، مولوي حقاني له هغو ایراني سوداګرو هرکلی کړی چې په افغانستان کې دایر شویو نندارتونونو کې برخه اخلي، او زیاته کړې یې ده چې د کابل او تهران تر منځ به د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا هڅې دوام ولري. نوموړي ډاډ ورکړی چې دا سفارت به د ایراني سوداګرو لپاره خپلو خدماتو ته ادامه ورکوي.
په دې کتنه کې محمود سیادت هم د ایراني سوداګرو لپاره د ویزو د صادرولو په برخه کې د افغان سفارت له هڅو مننه کړې او دا ګام یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ودې لپاره مؤثر بللی. نوموړي زیاته کړې چې افغانستان ته د ایراني پانګهوالو سفرونه د دغه هېواد د اقتصادي فضا په اړه مثبت لید رامنځته کړی.
پر داسې مهال دا ډول لیدنې تر سره کېږي چې د طالبانو اداره، سره له دې چې له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ ده، لا هم له نړیوال قانوني مشروعیته پرته هڅه کوي چې د اقتصادي کانالونو له لارې په سیمهییزه اړیکو کې خپل موقعیت پیاوړی کړي.




