اقتصادمهم خبرونه

د ښاري پراختیا وزارت د نړیوال ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ

د افغانستان د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو استازي تر منځ په یوه ګډه ناسته کې، د افغانستان د زیربنایي پروژو، په ځانګړي ډول د کابل د اوبو رسونې خدمتونو لپاره، د نړیوالو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی.

کریستیان دورفیل، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو مسوول دی، په دغې لیدنه کې وویل چې د اوبو رسونې خدمتونو د څېړنې لپاره له خصوصي سکتور او تخنیکي مشورو سره مشوره کولو په موخه د ښاري پراختیا وزارت ته راغلی دی. نوموړي زیاته کړه چې ملګري ملتونه چمتو دي چې د خصوصي پانګه والو سره په همغږۍ کې د کابل اوسېدونکو ته د اوبو خدمتونو د ښه والي په برخه کې همکاري وکړي.

دورفیل دا هم څرګنده کړه چې دوی وړاندیز کړی دی څو نړیوال بانک هم د خصوصي سکتور سره په ګډه د کابل د دوامدارې اوبو کمښت ستونزې د حل لپاره ګډ ګامونه پورته کړي. هغه د ښاري پراختیا وزارت مشورتي رول په دې بهیر کې مهم وباله.

په مقابل کې، د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیانی وویل چې اوبه د هېوادوالو، په ځانګړي توګه د ګڼ ميشته کابل ښار د خلکو یوه حیاتي اړتیا ده. نوموړي څرګنده کړه چې وزارت یې له خصوصي پانګه‌والو سره، په ځانګړي ډول د اوبو رسونې په برخه کې، د هر ډول همکارۍ او ملاتړ لپاره چمتووالی لري.

بامیاني له نړیوالو بنسټونو او نړیوال بانک څخه وغوښتل چې د افغانستان له زیربنایي پروژو سره خپل ملاتړ زیات کړي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو اداره د دغو پروګرامونو ملاتړ کوي او اړوند بنسټونه د نړیوالو ټيمونو سره د بشپړې همکارۍ لپاره چمتو دي.

د ناستې په پای کې، د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت انجنیرانو د کابل ښار د اوبو رسونې سیسټم د ښه والي په موخه، خپل تخنیکي لیدلوري او وړاندیزونه هم په لیکلي او هم په شفاهي ډول وړاندې کړل. ټاکل شوې چې په راتلونکې ناسته کې به هم نور تخنیکي ارزونې ترسره شي ترڅو د اجرایي اقداماتو بهیر ګړندی شي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار له زیاتېدونکي نفوس او زړو زیربناوو سره، د اوبو د سرچینو مدیریت په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی. خو د طالبانو ادارې تر اوسه د خلکو دې اساسي اړتیا ته مؤثر ځواب نه دی ویلی او د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ او پراخو برنامه‌ریزیو شدید اړتیا لیدل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button