د طالبانو او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سرحدي وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین د ټلیفوني تماس پر مهال د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ګډو پولو وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
دغه خبرې داسې مهال ترسره شوي چې د دواړو هېوادونو پر سرحدونو د ناامنیو او تاوتریخوالي زیاتوالي اندېښنې زیاتې شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه خبرې د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، د پولو مدیریت، امنیتي تعاملاتو او سیمهییزو پروژو پر موضوعاتو متمرکزې وې.
همداراز طالبانو ادعا کړې، چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د پولو په اړه د ګډو همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ څرګند کړی دی.
امیرخان متقي په دې ټلیفوني تماس کې هغه برید غندلی، چې په تازه توګه له افغانستانه د تاجکستان پر خاورې د مېشتو چینایي وګړو پر ضد شوی وو، او دا یې هڅه ګڼلې چې د کابل او دوشنبې ترمنځ اړیکې خرابې کړي.
نوموړي ویلي، چې ځینې ډلې هڅه کوي د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ګډوې کړي او همداراز یې د طالبانو حکومت له خوا د دې پېښې د څېړلو او له تاجکستان سره د لا زیاتو امنیتي همکاریو د چمتووالي خبره کړې ده.
په همدې حال کې، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی ښودلی.
د تاجکستان چوپتیا، د طالبانو د څرګندونو پر اعتبار شکونه زیات کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو اړوند اندېښنې لا پسې زیاتې کړې دي.




