تایلند د بریکس بشپړ غړیتوب غواړي

د تایلند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې یاد هېواد په رسمي ډول له هند څخه، چې د بریکس یوه مهمه غړيتوب لرونکې هېواد دی، غوښتنه کړې چې د بانکوک له بشپړ غړيتوب څخه په دې اقتصادي ډله کې ملاتړ وکړي. دا غوښتنه د تایلند د بهرنیو چارو وزیر «سیهاساک فوآنگکتکئو» او د هغه د هندي سیال «سوبرامانیام جایشانکار» تر منځ د لیدنې پر مهال مطرح شوې ده.
د تایلند د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه ښيي، چې د دغه هېواد حکومت تمه لري د ۲۰۲۶ کال لپاره د بریکس د مشرۍ پر مهال، چې د هند په غاړه ده، د تایلند د بشپړ غړیتوب لړۍ اسانه شي. دواړو خواوو په دغه ملاقات کې د دوه اړخیزو همکاریو او ځانګړو بهرنی سیاستونو په اړه هم سلا مشورې کړې.
له دې مخکې، تایلند په جون ۲۰۲۴ کې په رسمي ډول د بریکس هغه مهالني مشرتابه، روسیې، ته خبر ورکړی و، چې غواړي د دې بلاک بشپړ غړی شي. له یاد پیغام وروسته، روسیې تایلند ته د «بریکس شریک هېواد» مقام وړاندیز وکړ، چې له ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ ورځې به تطبیق شي. بانکوک دا وړاندیز منلی او دا یې د بریکس د بشپړ غړیتوب پر لوري یو مهم ګام بللی دی.
د بریکس ډله، چې د نو راټوکېدلو اقتصادونو یو اتحاد دی، په لومړي ځل په ۲۰۰۶ کال کې د برازیل، روسیې، هند او چین تر منځ رامنځته شو. وروسته بیا د ۲۰۱۱ کال په ترڅ کې سویلي افریقا هم ورسره یو ځای شوه. له هغې وروسته، نور هېوادونه لکه مصر، ایران، متحده عربي امارات، ایتوپیا، اندونیزیا او نایجیریا هم د بشپړو غړیو یا شریکانو په توګه دې بلاک ته ور ننوتل.
د تایلند هڅې د دې لپاره چې د یادې ډلې غړی شي، دا څرګندوي چې د پراختیا پر لوري روان هېوادونه غواړي د نړیوالو بدیلو جوړښتونو برخه شي او خپل سیمه ییز رول پياوړی کړي. خو افغانستان ته دا هڅې لا هم د طالبانو د حکومت د کمزوري مدیریت له امله، چې سیاسي بېثباتي او فقر یې رامنځته کړی، لاهم ډېرې لرې پاتې دي.




