روغتيامهم خبرونه

یونیسف: سږ کال افغانستان کې له ۴۸۰ زرو زیات ماشومان د خوارځواکۍ له امله درملنه شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونیسف) اعلان کړی چې د روان میلادي کال پر مهال، په افغانستان کې له ۴۸۰ زرو زیات ماشومان چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ ول، تر درملنې لاندې نیول شوي دي. دا شمېر په داسې حال کې خپریږي چې د افغانستان بشري وضعیت له پراخو ستونزو سره مخ دی.

یونیسف د ټولنیزې شبکې ایکس (پخوانۍ ټویټر) له لارې په یوه پیغام کې د خپلو ژوند ژغورونکو خدمتونو د دوام ټینګار کړی او له نړیوالو مرسته کوونکو او همکارو ادارو څخه د افغان ماشومانو د ملاتړ له امله مننه کړې ده.

سره له دې چې د اړتیا وړ ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کول کولای شي د بشري بحران مخه ونیسي، خو د طالبانو اداره د مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مرستو د محدودو لاسرسي یوه اساسي ستونزه ګڼل کېږي.

له کله چې جمهوریت په ۲۰۲۱ کال کې سقوط وکړ او طالبان بېرته واک ته ورغلل، د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران په ډېرو ولایتونو، په ځانګړي ډول کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې زیات شوی دی. د روغتیايي چارو متخصصین وايي، د طالبانو د ادارې تر سیوري لاندې د مدیریت کمزورتیا او د ابتدایي خدماتو نشتوالی، ماشومان له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button