مهم خبرونهنړیوال

د مصر د دفاع وزیر د سیمې د بشپړ جنګ په اړه خبرداری ورکړی

د مصر د دفاع وزیر سرلشکر عبدالمجید صقر د منځني ختیځ د متشنج وضعیت له امله اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې سیمه د یوه احتمالي بشپړ جنګ پر لور روانه ده؛ داسې یو جګړه چې اغېزې یې ښايي د نړۍ راتلونکی برخلیک له ستونزو سره مخ کړي.

هغه وویل چې مصر له کلونو راهیسې، په ځانګړې توګه د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په مشرۍ، څو څو ځله د شخړو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او هڅه یې کړې چې د خبرو او سولې پر منطق ټينګار سره، دا خطرناک بهیر ودروي.

سرلشکر صقر زیاته کړه چې مصر د شرم‌الشیخ د سولې د غونډې په څېر کنفرانسونه جوړ کړي او هڅه یې کړې چې د سولې پلوي هېوادونه سره راټول کړي او د غزې په تراړه کې د وینې تویېدنې د بندېدو لپاره د سیاسي حللارو ملاتړ وکړي.

هغه وویل چې د زور کارول او د نظامي ځواک پر بنسټ تکیه کول، د سیمې ثبات ته ګواښ دی، او ټینګار یې وکړ چې که د تسلط منطق د سیاسي عقلانیت ځای ونیسي، پراخې ناورینونه رامنځته کېدای شي. نوموړي همداراز د امنیتي تهدیدونو او چلنجونو پر وړاندې د دایمي چمتووالي غوښتنه وکړه.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د منځني ختیځ کړکېچونه، په ځانګړې توګه په فلسطین کې، مخ پر زیاتېدو دي، او یو شمېر حکومتونه، لکه په افغانستان کې د طالبانو اداره چې نړیوال مشروعیت نه لري، یا خو په چوپتیا یا د تاوتریخوالي له لارې، د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځیدلي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button