مهم خبرونهنړیوال

نتانیاهو د فساد قضیې د محکمې ناستې ځنډېدو غوښتنه کړې

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له محکمه غوښتي چې د ده د محکمې نننۍ غونډه وځنډوي. دا په داسې حال کې ده چې نوموړی مخکې هم څو ځله د امنیتي تحولاتو یا دننیو مسایلو له امله خپلې قضایې غونډې نیمګړې پرېیښې دي.

د اسراییلو یدیعوت آحارانوت ورځپاڼې راپور ورکړی چې نتانیاهو پرله‌پسې هڅه کوي چې د بیلابیلو پلمو په وړاندې کولو سره د محکمې بهیر وځنډوي؛ یوه هڅه چې د سیاسي فعالانو او نیوکه‌کوونکو غبرګونونه راپارولي دي.

خبري سرچینې وايي، نتانیاهو پرون په یوه رسمي لیک کې د اسراییلو د رژیم له ولسمشر څخه د مالي فساد په قضیو کې د بخښنې غوښتنه کړې ده، خو دا غوښتنه د اسراییلي سیاسي جوړښت ځینو برخو له مخالفت او د اشغال شویو سیمو د اوسېدونکو له اعتراض سره مخ شوې ده.

یو شمېر سیاسي مخالفینو ویلي، که چیرې نتانیاهو له واک تېر شي، دوی چمتو دي چې د ده د بخښنې وړاندیز وڅېړي. دا تحولونه پر داسې وخت راځي چې د اسراییلو سیاسي فضا د نتانیاهو د لانجمنو قضیو او اداري فساد له امله سخت اغېزمنه شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button