سياستمهم خبرونه

د جاپان سفیر په افغانستان کې د همه‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

په کابل کې د جاپان سفیر کنیچي ما ساموتو وایي چې په افغانستان کې د یوه همه‌شموله حکومت جوړېدل لا هم د نړیوالې ټولنې له نظره یوه مهمه او نه حل شوې موضوع ده. نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې د طالبانو له چارواکو سره د لیدنو پر مهال هغوی هڅوي چې دا ډول حکومت جوړ کړي.

ښاغلي ساموتو په یوه مرکه کې طلوع‌نیوز ته ویلي چې افغانستان باید د خپلو خلکو ترمنځ د خبرو اترو فضا رامنځته کړي. دی ټینګار کوي چې که څه هم دا بهیر باید د افغانانو له لوري پرمخ یووړل شي، خو نړیواله ټولنه هم باید د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو او د ټول‌شمولیت لپار مهم رول ولري.

د جاپان سفیر څرګنده کړې: “موږ غواړو چې له خبرو هرکلی وکړو او دا بهیر وهڅوو. زموږ لومړنی تمرکز د افغانانو ترمنځ د داخلي خبرو اترو پر هڅولو دی. که هر څه افغانانو ته پرېښودل شي، امکان لري چې هېڅ خبرې هم ونه شي. باید پر شمولیت او د ټولو قشرونو پر ګډون ټینګار وشي.”

د یوه همه‌شموله حکومت جوړېدل، له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې له اصلي غوښتنو څخه دي. خو د طالبانو اداره تل ویلي چې دا یوه داخلي موضوع ده او نور هېوادونه باید پدې کې مداخله ونه کړي. دا چلند تر دې دمه یوازې د نړیوال انزوا او فشارونو لامل شوی، خو بل کومه پایله یې نه ده لرلې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button