طالبانو په فاریاب کې د امر بالمعروف پر دفتر برید تایید کړ

طالبانو تایید کړې چې د یکشنبې ماښام (د لیندۍ ۹مه) په میمنه ښار کې د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست پر دروازه برید شوی دی. د طالبانو د دغه ادارې ویاند ویلي، بریدګر هغه مهال چې غوښتل ودانۍ ته ننوزي، د ساتونکو له لوري مهار شوی دی.
له دې پېښې وروسته د افغانستان د ازادۍ جبهې د برید مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. دغه ډلې زیاته کړې چې برید له مخکې نه تنظیم شوی و او هغه مهال ترسره شو کله چې د امر بالمعروف مامورین له ودانۍ وتل.
په فاریاب کې ځینو سیمهییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، انفجار د طالبانو د لومړۍ امنیتي حوزې ته څېرمه شوی او د یوه لاسي بم د غورځولو له امله رامنځته شوی دی. د یادو سرچینو په وینا، د پېښې په لومړیو شیبو کې د بشري تلفاتو راپور ورنکړل شو.
که څه هم طالبان د برید پیښه په عمومي توګه منلې، خو د برید د ځانګړتیاوو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي او د افغانستان د ازادۍ جبهې د ادعا په اړه یې هم غبرګون نه دی ښودلی. په تېرو میاشتو کې د طالبانو اړوند کسانو او تاسیساتو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.




