ملګري ملتونه: د شمالي افغانستان لپاره بشري مرستې کمې شوې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د بحراني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. د اوچا د افغانستان دفتر مشره، ایمي مارتین، وايي چې د بلخ، سمنگان او فاریاب ولایتونو ته له خپله سفر وروسته یې لیدلي چې دا سیمې لا هم د وروستي زلزلې او اوږدمهاله وچکالۍ له اغېزو سره مخ دي.
نوموړې وايي، د دغو ولایتونو کورنۍ لا هم له سخت مالي زیانونو وروسته راځي، خو روانه وچکالي يې د ژوند وضعه لا پسې کړکېچنه کړې ده. هغې ټینګار کړی چې که څه هم د سیمې خلک لوړ مقاومت او وړتیا لري، خو بشري اړتیاوې پکې پراخې او زیاتېدونکې دي.
مارتین زیاته کړې چې د نړیوالو دوامداره مرستې د دې سیمو د اوسني بحراني وضعیت لپاره حیاتي ارزښت لري. هغې خبرداری ورکړی چې که دا ملاتړ دوام ونه کړي، نو فقر، د خوړو بحران او پراخې ټولنیزې ستونزې به اوسنی حالت لا بد تر کړي.
په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راغلې او لاسرسی یې ملي او نړیوالو سرچینو ته محدود کړی، بشري مرستندویه ادارې له جدي خنډونو سره مخامخ دي او د بحراني حالت پر وړاندې د ځواب ویلو وړتیا یې ټکنۍ شوې ده.




