له پاکستانه د افغانستاني خبریالانو د ایستلو او نیولو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) وايي، پاکستان د افغان خبریالانو نیولو او بېرته لېږلو ته دوام ورکړی، چې جدي اندېښنې راپارولي دي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د قوس پر ۹ نېټه اعلان وکړ چې د پاکستان پولیسو تازه یو افغان خبریال هامون خموش له خپلې مېرمنې او ماشوم سره یوځای په اسلاماباد ښار کې نیولی او د دوی د اجباري بېرته لېږلو احتمال شته.
د امسو د راپور له مخې، په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه شپږ نور افغان خبریالان هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوي او افغانستان ته استول شوي دي.
امسو څرګنده کړې چې ډېر افغان خبریالان د رسنیو پر وړاندې د جدي محدودیتونو، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله هېواد پرېښی او پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي. خو اوس، د اجباري اخراجونو په ترڅ کې، دغه خبریالان له خپل ژوند، بشري کرامت او د بیان له ازادۍ سره د جدي خطرونو سره مخ دي.
په افغانستان کې واکمن طالبان، چې دا مهال کنټرول په لاس کې لري، پر رسنیو او خبریالانو د پراخې سرکوبۍ په تور تورن شوي. د رسنیو فعالان وایي، خبریالان بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته استول، د هغوی د نیول کېدو، شکنجې یا نیغ په نیغه سرکوبۍ خطر سره مخ کوي.




