د طالبانو او ازبکستان چارواکو د غوښې صادراتو او کرنیزو همکاریو خبرې وکړې

په کابل کې یوې رسمي ناستې کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ازبکستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال جمشید عبدوذوکروف د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د دې ناستې اصلي تمرکز د افغانستان نه ازبکستان ته د غوښې صادرات، د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ کې د نویو بڼونو جوړول، او همداراز د اصلاح شوو تخمونو د استفادې په برخه کې د تجربو تبادله وه.
د طالبانو استازي په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان اړوند خصوصي سکتور چمتو دی چې د غوښې د تولید او عرضه کولو په برخه کې له ازبکستان سره همکاری وکړي. نوموړي همداراز وړاندیز وکړ چې د مالدارۍ لپاره سترو او معیاري فارمونه باید په بېلابېلو کچو جوړ شي.
بلخوا، د ازبکستان مرستیال ویلي چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پام وړ وده کړې او د دوی د لوړپوړي پلاوي د سفر موخه افغانستان ته د غوښې رانیول، د فاریاب په بڼوالۍ کې مرسته، او په ګډه د تخمونو د تولید برخه کې کار کول دي.
د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ورته لیدنې ښيي چې د اقتصادي اړیکو د احیا هڅې روانې دي، سره له دې چې دغه ادارې له کورني او نړیوال مشروعیت پرته له ګڼو ننګونو سره مخ دي.




